امنیت

دوه طالبان په لغمان کي ونيول شول

٤- کابل / دمرغومي ٢٦مه /باختر
دوه وسله وال طالبان د افغان ځواکونو د پلټنې په بهير کې وپېژندل شول او ونيول شول.
دغو وسله والوطالبانو تېره شپه غوښتل له اليشنګ ولسوالۍ څخه د مهترلام ښارته راشي چې د افغان ځواکونو د پلټنې په يوه پوسته کې وپېژندل شول او له وسلو سره يې ونيول شول .
د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول اردو د يوې خپرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې دغه وسله وال طالبان د تروريستي فعاليتونو د ترسره کولو په خاطر مهترلام ښارته راتلل .
وسله والوطالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
د يو بل خبرله مخې؛ افغان ځواکونو د لغمان له ګڼ مېشتولارو څخه ١٤ ماينونونه کشف اوشنډ کړل . د دغو ماينونو د ښخولو په تور څوک نه دي نيول شوي
ختم_ ج_ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته