امنیت

د افغانستان په لويديځ کې په پرمختللي جنګي وسايل د اردو د ځواکونو په سمبالولو ټينګار .

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢٥
د ظفر قول اردو د پوځي عملياتو د ترسره کولو لپاره  زياتو  پرمختللو تجهيزاتو
او وسلو ته اړتيا لري .
د ظفر قول اردو مرستيال بريد جنرال مصطفي صديقي  د ملي اردو  دځواکونو افسرانو او منسوبينو سره په غونډه کې دتجهيزاتو او وسلو په ساتلو کې  ټينګار وکړ او ويې  ويل دملي اردو ځواکونه د خپلو پوځي  فعاليتونو د پياوړتيا لپاره دنويو او پرمختللو وسلو او تجهيزاتو غوښتنه کوي  .
ده ددغو ځواکونو له خوا د موجودو وسلو په ساتلو ټينګار وکړ  .
جنرال صديقي وايي د اردو دځواکونو له خود کفايي او له تروريزم سره د مبارزې
په لاره کې پرمختللو پوځي وسلو او تجهيزاتو ته اړتيا شته .
دغه راز يو شمير پوځيانو دتجهيزاتو د ښه والي او دهغو دساتلو په خاطر هر يوه خپلې طرحې  وړاندې کړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته