کابل باختر دوږي شلمه
دوه تنه وسله وال طالبان دکندز ولايت دخان اباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې نن دملي اردو دځواکونو دهوايي بريد له امله ووژل شول .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو دمطبوعاتو مسوول جګړن نصرت الله جمشيدي دباختراژانس سيمه ئيز خبريال ته وويل چې دغه هوايي بريدونه دکندز ولايت دخان اباد ولسوالۍ داقتاش دبابه کرخيلو ، جنګل باشي او دجنت باغ په کليو کې ترسره شول چې له امله يې دوسله والو طالبانو د ډلې يو سيمه ئيز قوماندان ملا تاجو له يوبل طالب سره ووژل شو او درې تنه نور طالبان سخت ټپيان شول .
ختم_ عطاالله – اکرم