سیاست

په هلمند ولایت کې د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

کابل باختر دوري دمياشتې ٤ نيټه : په ډېرې خواشینۍ سره خبرشوم چې د افغانستان د خلکو او ترقۍ دښمنانو د نوي هجري شمسي کال په درېیمه ورځ د هلمند ولایت په مرکز د لښګرګاه ښار په لومړۍ حوزه کې زموږ بې ګناه خلک چې د نوي کال په مناسبت په دودیزو لوبو، ورزش او خوښۍ بوخت وو، تروریستي برید کې په نښه کړل او یو شمېر یې په وینو ولمبول. دجمهوررييس دوياند دفترباحترآژانس ته خبرورکړ. جمهوررئیس غني په کلکو ټکو د دغه وحشیانه برید د غندلو تر څنګ په ټینګار سره وویل، تروریستان به په خپلو دغه راز جنایتکارانه بریدونوسره هیڅکله ونشي کولای چې زموږ د ولس د دیني، مذهبي مراسمو او د فرهنګي او دودیزو مناسبتونو د نمانځنې مخه ونیسي. د هېواد جمهوررئیس د پېښې د شهیدانو کورنیو ته خپله ژوره همدردۍ او د تسلیت مراتب څرګندوي او د خدای تعالی (ج) په دربار کې ټپیانو ته د روغ صحت او شهیدانو ته د فردوس جنت هيله کوي.# پاى- سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته