کابل باختر دوږي دمياشتې ٢٤ :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي معين سيدمصدق خليلي نن د ملي موزيم د چايو د څښاک د ودانۍ د بنسټ ډبره کيښودله .
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې :
په هغو مراسموکې چې له همدې امله پرځاى شول؛ د ملي موزيم سرپرست يحيى محب زاده او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پاليسۍ او پلان رياست سرپرست حميدالله احدزي برخه لرله؛ د فرهنګي چارو معين څرګنده کړه: د موزيم د چايو د څښاک ودانۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له پرمختيايي بودجې څخه د ١٥ مليونو ٤٢١ زرو افغانيو په لګښت په اتلسو مياشتوکې جوړيږي.
ده زياته کړه: دغه ودانۍ د٤٥٠ متره مربع ځمکې په ساحه کې په يوه پوړ کې جوړيږي چې په يو وخت کې د ١٠٠ تنو ميلمنو په ظرفيت به دوه سالونونه ولري .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي چارو معين زياته کړه چې دغه ودانۍ د هغو کورنيو او بهرنيو ميلمنو د هرکلي او هغوى ته د آسانتياوو د برابرولو په خاطر جوړيږي چې ملي موزيم ګوري .
د يوبل خبرله مخې:
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي معين سيدمصدق خليلي نن د ملي نګارستان د ودانۍ د ترميمولو د کار بهير وکوت.
ده د دغې کتنې په بهيرکې وويل: د ملي نګارستان ودانۍ د هېواد د تاريخي آبداتو له جملې څخه بلل کيږي او دې ته اړتيا وه چې په ښه توګه د ملي نګارستان د تاريخي آثارو د ساتنې په خاطر د نګارستان دغه ودانۍ ترميم شي.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي معين مهندسانو او معمارانو ته لارښونه وکړه چې د دغې تاريخي ودانۍ د ترميمولو په کارکې له زيات دقت څخه کار واخلي او د هغې د تاريخي اصالت ساتنې ته دې پاملرنه وکړي.
0 1 دقیقه لوستل