امنیت

درويشت تنه ډار اچوونکي ووژل شول .

کابل باختر د چنګاښ شلمه :
د هېواد په جنوب زون کې د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په ګډو محاربوي چاڼيزو عملياتو کې  د فارق په نوم ديوه سرګروپ په ګډون ٦ ټنه ډار اچوونکي ووژل شول او درې تنه نوريې تپيان شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر دباختر آژانس خبريال ته وويل: د ٢٠٥ اتل قول اردو د قوماندانۍ جزوتامونو له نورو امنيتي ځواکونوسره دچارچينو اوچورې د ولسواليو او د روزګان ولايت دمرکز ترينکوټ، د قندهار ولايت د ميوند او د زابل ولايت د شاجوى ولسواليو په مربوطاتوکې د غالب محاربوي عمليات ترسره کړل چې له امله يې ٦ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او درې تنه نوريې ټپيان شول .
دغه راز د وسله والو طالبانو د ډلې له خوا د ارغنداب ولسوالۍ لپاره نومول شوي ولسوال امان الله له دوو ځانمرګو بريدکوونکو سره يې غوښتل  چې دملي اردو د ستارې پر پوستې او د ارغنداب ولسوالۍ په باغ بازارکې د ملي پوليسو د بند په دوو پوستو د بريدونه وکړي چې د زابل ولايت د ارغنداب ولسوالۍ په  سايکز ساحه کې د دوى ترمنځ کې په تېروتنې سره ځانمرګي بريد کيږي چې له امله يې د امان الله په ګډون ١٧ تنه  ډار اچوونکي له منځه لاړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته