کابل باختر د سلواغې لومړى :
دوسله والو طالبانو دوسلو اومهماتو درې ډيپوګانې دهېواد په جنوب قندهار ولايت کې کشف شول .
له دغو ډيپو ګانو څخه چې ددغه ولايت په جنوب کې دوسله والو طالبانو په پټنځيو کې ساتل کيدې په لسګونو سپکې او درندې وسلې ترلاسه شوي دي .
دهېوادپه جنوب کې دملي اردو يو قوماندان باختراژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو له دغو وسلو اومهماتو څخه په خپلو ډار اچوونکو بريدونوکې استفاده کوله .
ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ