امنیت

پکتيکا:په تېر یو کال کې د نشه یې توکو ۳۰تنه قاچاق وړونکي نیول شوي.

ښرنه باخترد چنګاښ د مياشتې ۲۰ مه
په تېره یو کال کې په پکتیکا کې د نشه یې توکو ۳۰تنه قاچاق وړونکي نیول شوې او دوسیې یې په څارنوالۍ کې څېړلې شوې دي.
دغه څرګندونې د پکتيکا والي محمد الياس وحدت د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې  نړیوالۍ اوونۍ د نمانځلو په غونډه کې وکړې.
د پکتيکا والي وایي، د ولسونو په همکارۍ په دغه ولایت کې د نشه یې توکو کرکیله له یوې مخې صفرشوې ده او په وینا یې پکتيکا له دغې ناوړ پديدې څخه په بشپړ ډول ژغورل شوې ده.
وحدت زياتوي چې، د نشه یې توکو د قاچاقو او کارولو په برخه کې له ولسونو سره په همکارۍ جدي مبارزه کوي او د دغو توکو قاچاق وړونکو او کروندګرو ته به سخته سزا ورکړي. بل لورته  د یني عالمان او روغتیا پالان هم نشه يي توکي د انسان لپاره د دنیا او اخرت په زیان بولي او وايي چې په زرګونه د نشه یې توکو کارونکي په سرطاني ناروغیو د اخته کېدو له امله له منځه ځي.
دوی دغه راز وایي، هغه څوک چې په نشه یې توکو روږدي وي، د کورنۍ ترڅنګ د ټولنې د اوږو بار ګرځېدلي او په سپک نظر ورته کتل کیږي.
د یادونې وړ ده، روانه اوونۍ د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې په نامه په ټوله نړۍ کې نمانځل کیږي او خلکو ته په کې د نشه یې توکو د نه کارولو سپارښتنې کیږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته