کابل باختر دثور پنځه ويشتمه :
دبخښنې نړيوال سازمان په ملکي وګړو دطالبانو بريدونه دبشريت پرخلاف جنايت بللى دى .
دباختراژانس دخبر له مخې، ددغه سازمان په خپور شوي رپوټ کې له وسله والو طالبانو څخه غوښتل شوي دي چې په ملکي وګړو دې خپل بريدونه ډير ژر بند کړي . دبخښنې دنړيوال سازمان دغه غوښتنه په داسې حال کې کيږي چې دخپرو شويو خبرونوله مخې ، طالبانو په کابل کې دپارک پاليسي په هوټل په بريد کې پنځلس تنه افغان او بهرني ملکي وګړي ووژل او يوشمير نور يې ټپيان کړل .
په افغانستان کې دبخښنې دنړيوال سازمان تحقيق کوونکې حوريه مصدق له يوې بهرنۍ رسنۍ سره په خبرو کې ويلي دي چې په ملکي وګړو دطالبانو بريدونه د بشريت پرخلاف جنايت دى .
0 1 دقیقه لوستل