خبرونهسیاستTOPټولنهښوونه او روزنه

یو چینايی شرکت غواړي په افغانستان کې د حرفوي زده کړو په برخه کې پانګونه وکړي

کابل، د سلواغې ۱۸مه، باختر
د «ینکي» شرکت مسئولینو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت سره په کتنه کې، په هېواد کې د حرفوي زده کړو په برخه کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې ده.
باختر آژانس ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د «ینکي» شرکت مسئولینو ویلي چې د چین له لوري افغانستان ته رالېږل شوی، ترڅو په افغانستان کې د حرفوي زده کړو په برخه کې پانګونه وکړي.
هغوی د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړي او زیاته کړې یې ده چې اساسي موخه یې په افغانستان کې د بازار لپاره د مسلکي قوې روزنې لپاره د یوه حرفوي انستیتوت جوړول دي.
د یاد شرکت مسئولینو همدارنګه په افغانستان کې پر بشپړ امنیت خوښي څرګنده کړې او ویلي يې دي چې زیات شمېر چینایي شرکتونه په افغانستان کې د پانګونې لېوالتیا لري.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست هم د دې ادارې په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دي چې په هېواد کې د بیوزلۍ له منځه وړل او د کار بازار لپاره د مسلکي قوې روزنه د دغې ادارې له اساسي موخو څخه ده.
هغه زیاته کړې چې اوسمهال تر هر وخت ښه، په افغانستان کې د بهرنیو شرکتونو لپاره د پانګونې فرصتونه برابر شوي دي.
تر دې وړاندې هم څو چينايي کوچنيو او لويو شرکتونو د افغانستان په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د کانونو په برخه کې د پانګونې لېوالتيا څرګنده کړې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته