فرهنګ

دانتخاباتو په بهيراوپه هرات کې دتياتر دورځې په نمانځلو کې درسنيو دکارستاينه

کابل باختر دوري دمياشتې  ٢٢ :
دانتخاباتي پيښو دمنعکس کولو په لاره کې دخبريالانو او درسنيو دکارکوونکو دهلوځلو له ستاينې سره  جوخت  دتياتر ورځ هم  په هرات ښارکې ونمانځل شوه.
په هغې غونډه کې داطلاعاتو اوفرهنګ درياست له خوا دتياتر په سالون کې جوړه شوې وه ، دفرانسې  دخبري آژانس دخبريال  شهيدسردار  احمد او دده دکورنۍ  ددريو تنو غړو دياد او خاطرو  چې په کابل کې  په يوتروريستي بريد کې شهيدان شول  هم درناوى وشو.
په دې غونډه کې  چې دځينو خبريالانو او هنرمندانو له ستاينې سره  جوخت ترسره شو  يوه نمايشنامه دسر داراحمد په وير کې هم  دتياتر دهنرمندانو له خوا په ژوندۍ توګه  اجرا شوه .
دهرات ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رييس آريا روفيان دهغو خبريالانو په تيره بيا دسردار احمد چې  ددموکراسۍ دفرهنګ  او دانتخاباتو دارزښت په باب
درسنيودپوهاوي ورکولو په لارې کې   خپل ژوند له لاسه ورکړى دى  ددوي د ياد او خاطرو درناوى وکړ .
دهرات دتياتر مدير فريدون فکوري  وويل :  دهرات تياتر په دې وروستيو وختو کې داطلاعاتو اوفرهنګ درياست  په ملاتړ  احيا شو او مينه والو ته په اوونۍ کې يوځل  په  ژوندۍ بڼه  نندارې اجرا کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته