امنیت

د هيواد لومړۍ ميرمنې په سمنګانوکې دسيلاوونو د راوتلو له امله له مصيبت ځپلو کسانو سره مرسته وکړه

کابل –باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٢
په سمنګانو ولايتوکې د سيلاوونو د راوتلو له امله له٥٥٠ زيانمنو شويو او اړو کورنيو سره د هيواد د لومړۍ ميرمنې له خوا ژمني مرستې وشوې.
په دغو مرستوکې د سعودي عربستان خوراکي توکي او لګښتي مالونه شامل دي.
په خيريه چاروکې د هيواد د لومړۍ ميرمنې سلاکارې ميرمن پلوشې امين احمدزي چې دغه مرستې يې ويشلې؛ د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو مرستوکې د اوولسو ټنو اوړو، اتو ټنو بورې، اتو ټنو وريجې او د څلورو ټنو غوړيو او خرما په ګډون ٣٦ ټنه خوراکي توکي، يو زرو ٦٦٢ عربي شړۍ او ٥٥٤ عربي فرشونه شته چې د سمنګانو په ولايت کې وويشل شوې.
د هيواد د لومړۍ ميرمنې سلاکارې وويل: دغه مرستې د هيواد جمهور رييس محمد اشرف غني چې څه موده مخکې سعودي عربستان ته تللى و؛ د دغه هيواد له لارې ترلاسه کړې وې.
د دغې ميرمنې د څرګندونو له مخې: د هغو مرستو ټوله بيه چې سعودي عربستان کړې دي؛ دوو مليونو امريکايي ډالروته رسيږي چې دغه مرستې د هيواد د جمهور رييس د ميرمنې له لارې د سمنګانو ، بغلان او د خوست د ولايتونو اړو کسانو او سيلاو ځپلو کورنيو ته په پام کې نيول شوې دي.
دغه توکي د افغاني سرې مياشتې د ټولنې د رياست له خوا په اړوکسانو ويشل کيږي.
په سمنګانو ولايت کې د افغاني سرې مياشتې د ټولنې د نمايندګۍ رييس محمد ظاهر اميري وويل : دغه توکي په هغو کورنيو ويشل کيږي چې پخوا د سمنګانو ولايت د بيړنيو حالاتو دکميټې د هيئت له لارې سروې او مستحقې پيژندلې شوې وې .
د اميري د څرګندونو له مخې: دوى دغه توکي د همدې سروې له مخې په خرم سارباغ ولسوالۍ کې په ٣٧٨ کورنيو، په روى دو آب ولسوالۍ کې په ١٧٩ کورنيو چې په روان کال کې د سيلاوونو د راوتلو له امله کورونه يې نړيدلي وي؛ وويشل شول .
په همدې حال کې د دغو ولسواليو سيمه ييزو مقاماتو د دغو توکو د ويشل کيدو له امله خوښي څرګنده کړه .
دسمنګانو ولايت د خرم سارباغ ولسوال حفيظ الله مرادي وويل: ددغه پروګرام له لارې په هرې کورنۍ٣٠ کيلو وړه ، ١٥ کيلو بوره،١٥کيلو وريجې، ٣ ليتره غوړي، ٣ کيلو خرما، ٣ عربى شړى او يو عربي فرش وويشل شول.
ولسوال وويل چې پخوا دوى د بېلابېلو پروګرامونو له لارې يوه زياته اندازه خوراکي توکي او لګښتې مالونه په دغو کورينو ويشلي دي او دغه رازپه هغو ٣٧٨ کورنيو چې کورونه يې نړيدلي و؛ د شلتر له لارې په هرې کورنۍ يو کور چې دوه خونې، يوتشناب، يو دهليز لري؛ وويشي چې همدا اوس د دغو توکو په ويشلو سره د دوى ژمني ستونزې هم حل شوې دي.
له بلې خوا هم هغو کورينو چې له دغو مرستو څخه يې ګټه واخسته؛ د دولت په تېره بيا د هيواد د لومړۍ ميرمنې د پاملرنې له امله چې د ژمي د فصل په را رسيدو سره هغوته سخته اړتيا لري؛ خوښي څرګنده کړه .
د خرم سارباغ ولسوالۍ د غازي مرد د کلي اوسيدونکي ثمر الدين وويل: د روان کال د ثور د مياشتې د دولسمې نيټې سيلاو زما د استوګنې کور په بشپړه توګه ويجاړ کړ او زما د کور ټول مالونه په اوبو لاهو شول.
ده وويل چې د دولت له لارې يو کور راته جوړ شو او يوه زياته اندازه مواد يې هم راته راکړل چې اوس ستونزې مې حل شوې دي .
دا په داسې حال کې ده چې نږدې يوه مياشت مخکې هم د سعودي عربستان د همکارۍ د کميټې له خوا د سمنګانو په ولايت کې په ٧٥٠ بيوزلو او سيلاو ځپلو کورنيو اوو نيم ټنه وريجې، او نيم ټنه لوبيا، درې نيم ټنه بوره ، درې ټنه غوړي، يو ټن شين چاى او ٧٥٠ عربي شړى ويشل شوې وې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته