متون باختر د تلې ۲۸ مه
د خوست ولایت د مرکز متون ښار اوسیدونکي وايي چې د رای ورکونې په یو شمېر مرکزونو کې د بایومټریک سیستم غیر فعال دی.
د باختراژانس د سیمه ېیز خبریال د خبر له مخې: په خوست ولایت کې هم د نورو ولایتونو په څېر د ټاکنو پروسه پیل شوې.
هغه زیاتوي چې د دغه ولایت د ټاکنو په یو شمېر مرکزونو کې د بایومتریک سیستم غیرفعال دی خو اړوند مسوولین ډاډ ورکوي چې یاده ستونزه به ډيرژر حل شي.
په خوست کې د رای ورکونې ټولټال ۱۹۲ مرکزونه فعال دي خو په یو شمېر لرو پرتو ولسوالیو کې خلک وايي چې د امنیتي ګواښونو له امله نه شي کولای چې خپله رایه وکاروي.پای/وصال