امنیت

نولس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول

کابل باختردثور دمياشتي١٢ نيټه :

افغان امنيتي ځواکونو اودايتلاف قوتونو پرون دهيواد په ځينولايتونو کې دجلاجلا عملياتوپه بهيرکې نولس تنه وسله وال مخالفين ووژل.

دکورنيو چارو  وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.

دغه عمليات دکابل ، بغلان ، فارياب ، کندهار، هلمند ، ميدان وردګو ، لوګر،. خوست اودفراه دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره  شول چې له امله يې نولس تنه وسله وال  مخالفين ووژل شول ، درې تنه ټپيان  اوپنځه تنه نورونيول شول .

دخبرځاى دڅرگندونوله مخې په دغو عملياتو کې شپږميله ډول ډول وسلې ،  ددرندې وسلې  پنځه ګولۍ ، درې ماينونه ، يو لاسي بم ، درې سوه دوه اويا کيلوګرامه نشه يي توکي اواته موټرسايکلونه هم دافغان امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

ديوبل خبرله مخې : ملي پوليسو پرون دننګرهار ، بغلان اودجوزجان دولايتونو په مربوطاتوکي درې ايښودل شوي ماينونه کشف اوشنډکړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته