کابل باختردليندۍ دمياشتې ٧ :
د افغانستان جمهور رئيس حامدکرزي د فاریاب په ولایت کې د اکتېد موسسې د افغان کار کوونکو وژنه په کلکه وغندله او هغه يې د افغانستان د خلکو د پرمختګ د دښمنانو کار وباله.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
د فاریاب ولایت د امنيې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې : د اکتېد موسسې اوه تنه کارکوونکي، چې المار ولسوالۍ ته روان وو، شپږ تنه يې د دغه ولایت د پښتون کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د افغانستان د خلکو د دښمنانو لخوا په شهادت ورسېدل او یو تن يې ټپي شو.
جمهوررئيس حامدکرزي د دغې خیریه موسسې پر کارکوونکو د برید د محکومولو په ترڅ کې وویل: دا د افغانستان د بیا رغولو او د افغانستان د خلکو د هوساينې
د دښمنانو کار دی چې نه غواړي افغانان پرمختګ وکړي.
د هېواد جمهور رئيس د دغه برید د شهیدانو کورنيو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ
او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کوي او د لوی خدای له دربار څخه ورته د جميل صبر هيله کوي.
0 1 دقیقه لوستل