کابل باختر د ليندۍ اوولسمه :
د بلخ ولايت د شاعر او هنرمند سيد عبدالقدير سيلاب اثر، د «تار او ترانه» شعري دفتر پرون په مزارشريف ښارکې پرانېستل شو .
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې: دغه شعري دفتر د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د مسوولينو، د پوهنتون د استادانو، فرهنګيانو او هنرمندانو له خوا د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار د مولانا خسته د عامه کتابتون په تالارکې پرانېستل شو .
د دغه شعري دفتر د پرانېستلو په غونډه کې برخه والو ويناوې وکړې، شعرونه يې ولوستل او د موسيقۍ پارچې اجرا شوې.
سيد عبدالقدير سيلاب د ميرزا سيد عبدالواحد زوى په ١٣٦٤ هجري لمريز کال کې په بلخ ولايت کې زيږيدلي دى. د زده کړې له دورې وروسته د شعر ويلو او موسيقۍ ته يې مخه وکړه او تر اوسه پورې د هنر او ادبياتو په برخه کې ګټور ګامونه پورته کړي دي او د «تار او ترانه» شعري دفتر د ده لومړنى اثر دى چې چاپ شوى دى .
ختم_ ج _ اکرم
2 1 دقیقه لوستل