فرهنګ

تاريخي آثارو ساتنې ته هلې ځلي کېږي

کابل/ د وږي٢٨مه / باختر
د افغانستان په شمال ختیځ زون کې د اسلامي امارت د تاریخي آثارو مسوول عمران هاشمي په سمنګانو کې د فرهنګي چارو مسوول مولوي امدادالله مهاجر سره د رستم تخت له ډبرينې استوپې څخه لېدنه وکړه.
د باخترآژانس د خبرله مخې، د سمنګانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د فرهنګي ميراثونو د ساتنې مدير د رستم تخت د ډبرو بېلابېلې برخې معرفي کړې او ويې ويل؛ چې د رستم تخت تاریخي ډبره د سمنګان مرکز ایبک ښارجنوب ته په ٣ کيلومترۍ کې موقعیت لري.
د شمال ختیځ د تاریخي آثارو مسوول عمران هاشمي چارواکو ته لارښوونه وکړه چې د دې تاریخي ساحې ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي، کوم چې له تېر میراث څخه پاتې دي.
د سمنګانو د فرهنګي مسوول مولوي امدادالله مهاجر وویل: دا ځای د غره د يوې لويې ډبرې دننه کې توګل شوې، او د نړۍ لرغون پوهانو دا د نړۍ یو له حیرانوونکوځاى څخه معرفي کړی او هغه يې په لرغوني افغانستان کې په بودايي دورې پوړې اړوند ياد کړى دى.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته