سیاست

د مالیې وزیر د بروکسل کنفرانس په اړه د ملت استازو ته معلومات ورکړل

کابل- باختر د تلې د مياشتې ١١مه :
د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي د تلې میاشتې په ۲ مه د کابینې له یو شمیر وزیرانو سره یو ځای د ولسي جرګې په عمومي استماعیه ناسته کې ګډون وکړ او د ولس استازو ته یې د بروکسل کنفرانس ته د افغان دولت د چمتووالي، پرمختګونو، اجندا، حاشیوي ناستو، د سولې او پرمختیا ملي چوکاټ، د افغانستان او نړیوالو ترمنځ د دوه اړخیزو ژمنو، ملي پروګرامونو او نورو اړونده مسایلو په تړاؤ هر اړخیز معلومات ورکړل.
د ماليې وزارت د وياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
د مالیې وزیر وویل چې د هغو مذاکراتو له مخې چې افغان دولت له نړیوالو مرسته کوونکو سره کړي دي، څه د پاسه 3.5 میلیاردو ډالرو ژمنې یې ترلاسه کړي چې د بروکسل په کنفرانس کې به اعلان شي. ده زیاته کړه چې موږ یاد کنفرانس ته اړونده اسناد چمتو کړي دي او په بشپړه چمتووالي سره په کې ګډون کوو.
د مالیې وزیر د افغان کډوالو په اړه وویل چې د مهاجرینو په تړاؤ له اورپایي ټولنې، جرمني او فنلنډ سره په درو هوکړه لیکونو کار روان دی او ډیر ژر به نهایي شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته