امنیت

اووه تنه وسله وال کسان د سو لې له بهير سره يوځاى شول

مهترلام باختر د مرغومي ٢٥ مـــــه

يوه اووه کسيزه وسله واله ډله مخالفين نن په لغمان ولايت کې له دولت سره يوځاى شول

دلغمان ولايت د ملي امنيت رياست يو تن مسوول د باختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دغه ډله چې پخوا دغلام صديق په مشرۍ ددغه ولايت د بادپښ په ولسوالۍ کې له دولت سره په مخالفت کې و نن له خپلو وسلو سره په دغه ولايت کې دسو لې له بهير سره يوځاى شوه

دلغمان ولايت  والي مخالفينو ته په خطاب کې وويل وسله وال مخالف کولاى شي دسو لې د اړ تيا په پو هيدو سره جګړه اود ښمنې پاى ته  ورسوي او سو لې ته مخه و کړې او په دغه غوره عمل سره د خپلو وروڼو ترڅنګ ژوند و کړې اود خپل هيواد په بيا رغا ونې او جوړ ولوکې ونډه وا خلي

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا