کابل باختردلړم دمياشتې٢١نيټه :
په نورستان ولايت کې د وسله والو طالبانو له خوا د خښ کړاى شويو ماينونو د چاودنو مخه ونيول شوه .
امنيتي ځواکونو نن سهار د نورستان ولايت له ګڼ ميشتو لارو او سيمو څخه څلور ماينونه کشف او شنډ کړل.
تر اوسه پورې د دغو ماينونو د خښولو مسووليت چا په غاړه نه دى اخېستى. خو يوشمېرخبرځايونه وسله وال طالبان د دغو ماينونو د خښولوعاملين بولي.
پاى ج ذ
1 د یوې دقیقې څخه لږ