کابل باختر دغويي دمياشتې ١٦ نيټه :
اووه تنه ملکي وګړي نن سهار په فارياب ولايت کې د ماين د چاودنې له امله شهيدان شول.
د فارياب ولايت يوه امنيتي خبرځاى باخترآژانس ته وويل ،دغه کسان دالمار ولسوالۍ په بازار کې هغه وخت شهيدان شول کله چې د دوى دسپرلۍ موټر په واټ کې د وسله والو طالبانو له خوا په ښخ کړاى شوي ماين وخوت .
په دغه چاودنه کې يو شمېر وګړي ټپيان شوي هم دي چې روغتيايي مسولينو يې د يوتن ټپي روغتيايي حالت خراب بللى دى. پاى ج ذ
1 د یوې دقیقې څخه لږ