امنیت

په هلمند کې دطالبانو په سنګرونو مرګاني بريدونه

کابل باختر دزمري  ٢٤        
يوولس تنه وسله وال طالبان  په هلمند ولايت کې دنويو هوايي بريدونو په بهيرکې ووژل شول .
په دغوطالبانو تيره شپه   کله چې دلښکرګاه ښار ته څيرمه  او په سنګين ولسوالۍ کې ديولړ ډاراچوونکو بريدونو په سازمان ورکولو بوخت و ، بريد ونه وشول.
دهېواد په  جنوب کې  دملي اردو يوه قوماندان باخترآژانس ته وويل  ؛چې  دهېواد هوايي ځواکونوپه دغو بريدونو کې ١١تنه وسله وال طالبان ووژل او دهغوى څو مرکزونه دړې وړې کړل .
ديوبل خبرله مخې ؛ پوځيانو  دوسله والوطالبانو  د جنګي وسايلو ديوه ډيپو په کشفولو بريالي شول.
له دغې ډيپو څخه چې دلښکرګاه ښار ته څيرمه کشف شوه  يوشمير  سپکې او  درندې وسلې  ترلاسه شوي.دي
ديوبل خبرله مخې ؛  پوځيانو په هلمندولايت کې ديولړ چاودنو لپاره دطالبانو طرحه  ناکامه کړه .
امنيتي مامورينو  نن سهار  دلښکرګاه ښار په شاوخوا سيمو اوله ناد علي ولسوالۍ څخه ٤ ماينونه کشف اوشنډکړل.
درارسيدلو خبرونوله مخې، دغه ماينونه دوسله والو طالبانوله  خوا په ګڼ ميشتو لارو کې ښخ  کړاى شوي وو.
ختم _ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته