جلال آباد باختر دغويي دمياشتې ١٧:
اووه تنه داعشيان نن په ننګرهار ولايت کې د هوايي بريد په بهيرکې ووژل شول.
په دغو داعشيانو د چپرهار ولسوالۍ د سپري په کلي کې د ناتو د بې پيلوټه الوتکو له خوا بريد وشو.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د دغو داعشيانو د وژل کيدو خبر تائيد کړ.
ده وويل چې دغه داعشيان په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو چې پرې بريد وشو.
ويل کيږي، په دې هوايي بريدکې د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ