ټولنه

په بغلان کې دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي په له منځه وړلوټينګار وشو .

کابل باختر د ليندى اتلسمه :
، دافغانو ښځو  داستعدادونو دودې  له مرکز سره په همکارى کې  په بغلان کې  دتاوتريخوالي دله منځه وړلو په اړونددعامه پوهاوي کمپاين پيل شو .  .
  په هغې غوڼده کې چې په همدې مناسبت جوړه شوي وه د بغلان والي انجنير عبدالحي نعمتي  داسلام دمبين دين  او دنبوي  ( ص)   ارشاداتو له مخې دښځو مقام بيان کړ دښځو په وړاندې تاوتريخوالي  دله منځه وړلو په کار کې يې ددرنو عالمانو دسيمې د سپين ږيرو دګذرو دوکيلانو ،  مدني ټولنو او دمطبوعاتو دندې او مکلفيتونه  څرګند کړل .
دبغلان ولايت دښځودچارو رييسې خديجې يقين  وويل  چې دپوهاوي ورکولو کمپيان دغونډو په جوړولو سربيره ، دتبليغاتي پاڼو ، بروشور او دپوسترونوپه خپرولو او ددغه رياست له لوري دبغلان ولايت په مرکز او اړوندو ولسواليو کې له ښځو سره  دکتنو له لارې  له ځينو همکارو موسسو سره په همکارى  کې پرمخ بيول کېږي .
په دې غونډه کې  په بغلان ولايت کې داداري اصلاحاتو او دملکي خدمتونودخپلواک کميسيون رييس عزت الله ، عدليه رييس  حبيب الله اواعمري   ، له بغلان  پوهنتون څخه واعظي او  دبغلان دشرعياتو دپوهنځي رييس شجاع الدين هر يو داسلام دمبين دين له پلوه  دښځې دمقام په باب خبرې وکړې .
  ختم_  شکريه _ اکرم

 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته