امنیت

افغان امنیتي ځواکونو د ترینکوټ په شمال ختیځ کې پرمختګ کړی

ترينکوټ / باختر د غويي د مياشتې  ۲۳ مه
د روزګان ولايت د امنيتي مسولين وايي د ترینکوټ په شمال ختیځ کې له تېرو څلورو ورځو راپدېخوا د افغان ګډو ځواکونو له خوا ځمکني او هوایي عملیات پیل شوي چې په ترڅ کې یې زیاتې سیمې د وسله والو مخالفینو له شتون څخه پاکې شوی دي.
د روزګان ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت آمر سمونیار عبدالقوي عمري باختر اژانس ته وویل چي د دغو عملیاتو په ترڅ کې د شاه منصور، خانقا تپه، پلچکان او چینو سیمې د وسله والو مخالفینو له شتون څخه پاکې کړیدي او په دغو سیمو کې اوس د امینتي ځواکونو له خوا پوستې ځای پر ځای کیږي.
د عمري د څرګندونو له مخې د خانقا د تپې په سيمه کې دولس تنو وسله والو د  وژل کېدو تر څنګ تر اوياو زیات ماینونه شنډ شوي او يو شمېر وسلې او مهمات د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د امنیت آمر زیاتوي چې په دغو عملیاتو کې درې تنه امنیتي سرتیري هم ټپيان شوي دي او دغه عملیات به د ترینکوټ او چورې تر منځ د لويي لارې تر بيا پرانستل کيدو پورې دوام ولري.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته