امنیت

د هېواد په جنوب کې د پاکستانۍ ملېشو او طالبانو وژل کېدل

کابل/دتلې۳۰مه/باختر
د قندهار د سپین بولدک ولسوالۍ په سرو څاهانو سیمه کې وسله والو طالبانو او پاکستانۍ ملېشو پر افغان ځواکونو بریدونه کړي دي.
ځايي چارواکي وايي چې په نښته کې د پاکستانۍ ملېشو په ګډون ۱۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د قندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته ویلي دي چې په پرونې نښته کې د پاکستانۍ ملېشو په ګډون ١٠ وسله وال طالبان وژل شوي او ٨ نور یې ټپیان شوي دي.
ویل کېږي په نښته کې افغان ځواکونو ته د سر زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته