نړۍ

د پاريس د بريدونو طراح وپيژندل شو

پاريس- امريکا غږ– باختر د لړم دمياشتې ٢٧
فرانسوي مقامات وايي چې د فرانسې د بريدونو ترشا يې مشکوک طراح پيژندلى دى.
عبدالحميد عبود چې له مراکشي والدينوڅخه په بلجيم کې پيدا شوى دى؛ ښايي د پاريس بريدونه يې چې ١٢٩ تنه پکې ووژل شول؛ رهبري کړې وي.
بلجيمي مقاماتو، عبدالحميد د روان کال په پيل کې په پوليسو د يوه ډار اچوونکي بريد د مخنيوي له امله تر پوښتنې لاندې نيولى و.
د فرانسې د کورنيو چارو وزير پرنادر کزنوف پرون وويل چې پوليسو ١٧٠ ځلې د پلټنې په مقصد په بيلابيلو سيمو يرغل کړى دى او د څه ناڅه ٢٠ تنو د نيولو ترڅنګ يې څه ناڅه ١٠٠ تنه نور په خپلوکورونوکې تر څارنې لاندې نيولي دي.
د پوليسو دغه بريدونه د پاريس په ښار او شاوخوا سيموکې يې ترسره شوي دي چې په بهيرکې يې يو توغندى ويشتوونکى، کلاشينکوف او د ګولۍ ضد واسکټونه موندل شوي دي .
د فرانسې صدراعظم منو والس ويلي دي چې فرانسې د څو بريدونو مخه نيولې ده، خو ښايي په راتلوونکو اوونيو او ورځوکې زيات بريدونه ترسره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته