کابل / باختر/ د زمري ٥مه
پنځه وسله وال طالبان په سمنګانوکې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول او اته نور يې ټپيان شول .
د سمنګانو د امنيې قوماندانۍ وياند د باختراژانس خبريال ته وويل، چې دغه نښته د ايبکو ښار دتايخونګ مدرسې په کلي کې په يوې امنيتي پوستې د وسله والو طالبانو له بريد وروسته ونښته چې په پايله کې يې پنځه وسله وال طالبان ووژل شول او اته تنه نور يې ټپيان شول .
خبرځاى زياته کړه، چې په نښته کې د وګړني پاڅون څلور پوليسان شهيدان او درې نور ټپيان شول.
ختم_ سعيده _ اکرم