ورزش

دشاهين آسمايي ټيم د آسيا دجام له لوبې څخه خذف شو.

کابل- باختر د سلواغې دمياشتې ٢٠
دشاهين آسمايي او د تاجکستان دحاصلاتو ټيمونه د راستنيدو پړاو لوبه پرون مازيګر له ګول پرته برابره پاى ته ورسوله.
دفوټبال فدراسيون دخپرونو غړى شمس اميني نن دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه لوبه پرون په تاجکستان کې ترسره شوه دواړو ټيمونو په زياتو هلوځلو سره ونه شو کولاى ګول ووهي .
او په پاى کې لوبه له ګول پرته پاى ته ورسيده او دشاهين آسمايي ټيم د آسيا دکانفداسيون دمقدماتي جام دسياليو له دوام څخه خذف شو.
ديادونې وړ ده چې دشاهين آسمايي ټيم په تګ سياليو کې لوبه دصفر په وړاندې په يوې سره دتاجکستان دحاصلاتو ټيم ته بايللې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته