کابل باختر د تلې لسمه :
په پکتيا ولايت کې پرون ٢٦ تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
د ٢٠٣ تندر قول اردو وياند دګروال فضل خدا ابراهيم خيل باختر آژانس ته وويل چې دغه ډار اچوونکي د پکتيا ولايت د زرملې ولسوالۍ د بکاوه، کوتي خيلو او استوګن په سيموکې د هوايي او ځمکنيو بريدونو په بهيرکې ووژل شول .
په وژل شويوکسانوکې د طالبانو د پوځي کميسيون مسوول ملا داوود، په ملا سعيد مشهور ملا اختر غني او د رزملې ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو يو قاضي هم شامل دي .
ده زياته کړه: په دغو عملياتوکې درې تنه نور ډار اچوونکي ټپيان شوي او د دښمن دوه فولډر موټرونه هم له منځه وړل شوي دي .
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل