کابل باختر د زمري شپږمه :
دکابل دفوټبال دغوره ليک سياليو پرون مازيګر په يوې لوبې سره دوام وموند .
دکابل دفوټبال فدراسيون مرستيال ضيا الحق ضيا دباختر اژانس خبريال ته وويل دميوند او دسولې ټيمونو لوبه وکړه چې په دريو دريو ګولونو سره برابره پاى ته ورسيده .
دغه سيالۍ د ١٤ ټيمونو ترمنځ په غازي لوبغالۍ کې پيل شوې او په دوام يې نن دستاره ازادي او دسرې مياشتې ټيمونه لوبه کوي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ