امنیت

درې کسان د وژنې په اړوند ونيول شول

کابل / د ليندۍ٢٠مه / باختر :
پوليسو د کابل ښار د شپږمې ناحيې دګذر د يو وکيل د وژنې په باب تحقيقات پيل کړي دي
د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي د باختراژانس خبريال ته وويل ؛  د شپږمې ناحيې د ګذر يو وکيل دل آغا پرون له غرمې وروسته د دريو بجو په شاوخوا کې  له خپل زوى سره  ددريمې کارتې په اتم سړک کې دناپېژاندو  وسله والو کسانو له خوا ووژل شو.
پوليسو دجلا عملياتو په بهيرکې  درې کسان ددغو وژنو په اړوند نيولي دي او ددغې پېښې دڅرګند والي په باب تحقيقات دوام لري.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته