نړۍ

د اسلامي جهاد د ډلې نوی عمومي منشي وټاکل شو

غزه /بي بي سي/ د تلې اوومه :
د فلسطين د اسلامي جهاد حرکت  د خپل مشر د بدلون خبر ورکړ او زياد نخاله د رمضان شلح پرځاى ددغه سازمان دعمومي منشي په توګه ټاکل شوى دى .
رمضان عبدالله شلح داسلامي جهاد له  بنسټ ايښودونکو اوڅه دپاسه دوه لسيزې  ددغه سازمان عمومي منشي و .
دى په فتحي شقاقي له ناوړه قصد وروسته دهغه ځاى ونيوه . عبدالله په وروستيو اوونيو کې سخت ناروغ و . له هغه وروسته دده ناروغى رپوټونه خپاره شول يوشمير خلکو دمسموميت له لارې په ده  دناوړه قصد داحتمال خبرې وکړې خو اسلامي جهاد دغه احتمال رد کړ او ويې ويل  چې درمضان شلح ناروغي د طبيعي عوارضو له امله دي .
اسرائيل او امريکا او څو نور هېوادونه دغه سازمان يو تروريستي سازمان بولي او دايران دهغه ملاتړ کوونکي دى .
زياد نخاله چې نوې داسلامي جهاد دسرمنشي په توګه ټاکل شوى دى مخکې له دې ددغه سازمان مرستيال و .
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته