کابل / باختر/ د زمري ٧مه
لس وسله وال طالبان تېره شپه په غزني کې ووژل شول.
د غزني د ملي امنيت يوې سرچينې د باختراژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د ده يک ولسوالۍ په مربوطاتو کې په هوايي بريد کې وژل شوي دي.
سرچينې زياته کړې، چې په بريد کې د طالبانو د يوه سيمه ييز سرګروپ ملا عمران په ګډون پنځه نور وسله وال طالبان ټپيان شوي دي.
ختم_ عطاالله _ اکرم