کابل- باختر د وږي دمياشتې ٧
څه دپاسه اويا مليونه ځوانان په ټوله نړۍ کې وزګار دي .
دملګرو ملتو سازمان ويره لري چې سږ کال به دهغوى شمير يو اويا ميليونو ته ورسيږي..
دملګرو ملتو دسازمان دکار دنړيوال سازمان د اټکل له مخې له ١٥ کلنۍ څخه تر ٢٤ کلنۍ پورې وزګارو ځوانانو شمير بۀ په ٢٠١٦ م کال کې تر نيم ميليونو تنو زيات شي او ښايي په راتلوونکى کال کې هم په همدې کچه پاتې شي.
دغه سازمان زياتوي : دځوانانو ترمنځ به د وزګارتيا اندازه په نړيواله کچه په منځنى اندازه په سلو کې ديارلس اعشاريه يو وي . دا دځوانانو دوزګارتيا اندازه له دريو کلونو کموالي وروسته لومړى زياتوالى دى .
په سلو کې له ٣٠ اندازې سره دوزګارو ځوانانو اندازه له ټولو څخه په عربي او شمالي افريقا هيوادو کې په ځوانانو کې زياته ده .
دکار دنړيوال سازمان دنظرسنجونې له مخې په عربي هيوادوکې ټول ځوانان غواړي دکار موندلو لپاره بهرته مهاجر شي.
په ٢٠٠٩م کال کې دغه شمير په سلو کې ٢١ ته رسيده.
0 1 دقیقه لوستل