ټولنه

په پروان کې دسېلاونو دراوتلو له امله زيانمنو شويو کسانو مرستې ترلاسه کړې

کابل باختر د ثور څلورمه :
دپروان ولايت دبګرام په ولسوالۍ کې په يوسلو دوه اويا سېلاو ځپلو کورنيو پرون خوراکي توکي او لګښتي مالونه وويشل شول .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، دغه مرستې  چې اوړه ، غوړي ،  دخوار ځواکي توکي  ، خيمې او شړۍ  پکې دي دڅه دپاسه درې سوه زرو افغانيو په ارزښت داي او ام دنړۍ دخوړو  دپروګرام او دپاملرنې  دنړيوالو  موسسو له لوري وويشل شوې .
ددغو مرستو دويشلو په مراسمو کې دپروان والي فضل الدين عيار زيانمنو شويو کسانو ته دمرستې درسولو په لاره کې  ددغو موسسو دهڅو او فعاليت له امله مننه وکړه او ويې ويل چې دغه مرستې  کافي نه دي او دپروان سيمه ئيزه اداره دموسسو دپاملرنې  دجلب په لټه کې ده چې له هغوى سره زياتې مرستې وشي .
له پيښو سره دمبارزې دتياري دادارې رييس نثار  احمد حبيبي هم ددغو مرستو له امله په مننې سره وويل چې په نورو ولسواليو کې هم دسروې کار دوام لري  چې په بشپړيدو سره به يې له سېلاو ځپلو سره زياتې مرستې وشي .
  ختم- عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته