مروه باختر د زمري څلورمه :
دکامرون په شمال مروه ښار کې دځانمرګي بريد له امله ١٤ تنه ووژل شول .
باخترآژانس درويترز دخبري آژانس له خولې خبر راکړ، دبو کوحرام دډلې يوې غړې دځان په چولو سره څو تنه نور هم ووژل .
درې ورځې مخکې هم په مروه ښار کې ددوو چاودنو له امله څو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه .
دبو کوحرام ډله له زياتو کلونو راپديخوا دنايجريا او کامرون په ښارونو کې په پرله پسې توګه په ځان مرګوبريدونو لاس پورې کوي .
دغه تروريستي ډله په دغو دوو هيوادونوکې زيات فعاليت لري .
0 د یوې دقیقې څخه لږ