اعلامیهخبرونهTOPټولنه

د پاسپورټ ریاست د عمومي رئيس د نیول کېدو په اړه د خپرو شویو خبرونو په تړاو د کورنیو چارو وزارت اعلامیه

کابل، د غبرګولي ۷مه، باختر
له څو ورځو راهیسې ځينې اړخونه ادعاوې کوي، چې ګنې د پاسپورت رئیس پاسوال مولوي عبدالکریم حسیب په کندهار ولایت کې توقیف شوی دی.
واقعیت دا دی، چې څه موده وړاندې د ننګرهار ولایت په باریکاب کې د ځمکو په تړاو لاریونونه وشول، چې د همدې موضوع د وضاحت لپاره د پاسپورټ عمومي رئيس او د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو یو شمېر مسوولین د مشرتابه مقام ته غوښتل شوي دي.
د پاسپورټ رياست اړوند داسې هيڅ کومه خبره نه شته، چې د اندېښنې وړ وي، د پاسپورټ چارې به په عادي ډول دوام لري او په دې تړاو هيڅ کومه ستونزه او اندېښنه نشته.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته