خبرونهنړۍ

د بایډن اقرار؛ هسپاینایي چارواکو د اسرایلو عملیات نسل وژنه بللې

نړۍ، د غبرګولي ۶مه، بهرنۍ رسنۍ 

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن د شنبې ماښام یوې وینا کې ویلي، چې که د واشنګټن مرسته نه وای، پر اسرایلو د ایران توغندیز بریدونه ویجاړونکي وه.

ورته وخت کې د هسپانیا دفاع وزیرې د فلسطین رسمیت پېژندنې ته په اشارې ویلي، چې غزه کې د اسرایلو له لوري روان حالت یو ریښتونې نسل وژنه ده.

د هسپانیا بهرنیو چارو وزیر او نورو چارواکو هم د اسرایلو پر کړنو کلکې نیوکې کړي او د روان وضعیت د ژر پای ته رسولو غوښتنه یې کړې ده.

د اسرایلو یو پخواني لومړي وزیر لایر لاپیډ تېرماخستن د حماس په بند کې د اسیرانو له کورنیو سره لیدنه کې پر نتانیاهو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د بندیانو د تبادلې په اړه باید ژر تر ژره له حماس سره په خبروکې پایلې ته ورسیږي.

د اسرایلو د پوځ راډیو بیا خبر ورکړی، چې ښایي راتلونکې اونۍ د مصر او قطر په منځګړیتوب دغه خبرې بیا پیل شي.

حماس بیا د دغو خبرو د بریا یواځېنۍ لاره د دایمي اوربند ټینګښت او له غزې د اسرایلي پوځ وتل بللي ‌دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته