![Img 20240527 Wa0013](http://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/05/IMG-20240527-WA0013-780x470.jpg)
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د دغه ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې د کبانو د روزنې د ۵ فارمونو د جوړېدو خبر ورکړی.
د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو د باختر اژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي، چې د نهر سراج ولسوالۍ په سور ګدر سیمه کې د یاد ریاست په لارښوونه ۵ فارمونه جوړ شوي چې په کې ۱۲ زره ۵۰۰ کبان روزل کېږي.
هېره دې نه وي چې په دغه ولایت کې نږدې ۳۰۰۰ زره د کبانو د روزنې فارمونه شتون لري چې تېر کال ترې ۷۰ ټنه کبان پر هلمند سربېره، قندهار، فراه، هرات، نیمروز او کابل ولایتونو ته لېږدول شوي دي.