![20240527 105540 0000](http://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/05/20240527_105540_0000-720x470.png)
کابل، د غبرګولي ۷مه، باختر
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ نداء محمد ندیم د هېواد شمال ته د سفر په ترڅ کې پرون پروان ولایت ته سفر وکړ او د پروان پوهنتون له مشرتابه، استادانو او محصلینو سره د لیدنې په ترڅ کې یې د هغوئ ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.
نوموړي همدارنګه د مسوولینو له لوري د دغه پوهنتون په اړه د روانو چارو، پرمختګونو، لاسته راوړنو، ستونزو او اړتیاوو راپور واورېد.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست په دغه کتنه کې د پروان پوهنتون د مسوولینو لاسته راوړنې وستایلې، د ستونزو د حل ډاډ یې ورکړ او د چارو غوره والي په برخه کې یې لازمې لارښوونې وکړې.
هغه همدارنګه د پوهنتون مسوولینو ته سپارښتنه وکړه، چې له لیلیې څخه د پاتې محصلینو ستونزو ته رسیدنه وکړي.
هېره دې نه وي، چې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د هېواد شمالي ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې د بلخ، کندز، تخار او بدخشان پوهنتونونو څخه هم لیدنه کړې وه.