سیاستخبرونهTOPټکنالوژي

د مخابراتو او مالوماتي ټیکنالوژۍ او لوړو زده کړو وزارتونو ترمنځ د عصري سیسټمونو جوړولو ۴ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

کابل، د غبرګولي ۷مه، باختر
د مخابراتو او مالوماتي ټیکنالوژۍ او لوړو زده کړو وزارتونو ترمنځ څلور بېلا بېل هوکړه لیکونه نن د مخابراتو او مالوماتي ټیکنالوژۍ وزارت د سرپرست مولوي نجیب الله حقاني او د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري معین حافظ محمد حامد حسیب ترمنځ لاسلیک شول.
د یادو هوکړه لیکونو له مخې به د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د لوړو زده کړو وزارت د دولتي محصلانو چارو، خصوصي محصلانو چارو، د استاداتو د تقرر او علمي ترفېعاتو او د څېړنې، تألیف او ژباړې ریاستونو لپاره عصري سیسټمونه جوړېږي.
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د یادو هوکړه لیکونو د لاسلیک پرمهال د سیسټمونو جوړولو او د ډیجیټل حکومتولۍ په برخه کې د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت له کړنو خوښي څرګنده او زیاته یې کړه، چې له یاد وزارت سره د دغو هوکړه لیکونو د لاسلیکولو او پلي کولو وروسته به د نوموړو برخو په کارونو کې لا نوره روڼتیا، اسانتیا او چټکتیا رامنځته شي.
په ورته وخت کې د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست مولوي نجیب الله حقاني د لوړو زده کړو وزارت د هېواد یو له مهمو وزارتونو څخه وباله او زیاته یې کړه، چې د اوسني عصر د اړتیا له مخې تحصیلي بنسټونه باید په نوې ټکنالوژۍ سمبال وي، تر څو هم وزارت کې اسانتیاوې رامنځته شي او هم د استادانو، محصلانو او نورو خلکو چارې له ځنډ پرته ترسره شي، چې له اقتصادي پلوه هم ډېرې ګټې لري.
د یادونې وړ ده، چې مخکې له دې هم د لوړ زده کړو وزارت له یو شمېر ادارو سره د کارونو د روڼتیا، چټکتیا او د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د هېواد په لویو پروژو کې د استادانو له ظرفیتونو څخه د ګټې اخیستنې، محصلانو ته د عملي کارونو د زمینې برابرولو او یو لړ نورو برخو کې دوه اړخیز هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته