![Img 20240526 Wa0011](http://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/05/IMG-20240526-WA0011-780x470.jpg)
نړۍ، د غبرګولي ۶مه، بهرنۍ رسنۍ
فلسطین کې د حماس غورځنګ خبر ورکړی، چې نن یکشنبې یې د اسرایلو بېلابېلې سیمې او ښارونه د توغندیو پر مټ په نښه کړي دي.
رسنیو کې خپره شوې یوه ویډیو کې ښکاري، چې یو توغندی د اسرایلو پلازمېنه تلبیب کې لګېدلی دی.
حماس غورځنګ زیاته کړې، چې دغو بریدونو کې یې له لسګونو بېلابېل ډوله توغندیو څخه استفاده کړې ده.
یاد غورڅنګ دغه عملیات د اسرایلو له لوري په غزه کې د وژل شویو ملګي وګړو غچ بللی دی.
اسرایلي سرچینو او رسنیو هم دغه خبرونه تایید کړي، خو د اوښتې مرګ ژوبلې او زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.
د اسرایلو بېلابېلو ځایونو کې د خطر زنګونه او د هوایي دفاع سیستمونه فعاله شوي دي.