خبرونهاقتصادټولنهTOP

د غزني د زردالو بند تخنیکي مطالعات به ډېر ژر پیل شي

کابل، د غبرګولي ۷مه، باختر
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبدالطیف منصور پرون په خپل کاري دفتر کې د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو سره په کتنه کې په یاد ولایت کې د اوبو او انرژۍ پروژو په تړاو خبرې اترې وکړې.
یادو قومي مشرانو په دغه کتنه کې د قره باغ ولسوالۍ اړوند د زردالو بند د ارزښت یادونه وکړه او د دغې پروژې پلي کول یې د وزارت د مشرتابه مقام ته وړاندیز کړ.
په ورته وخت کې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د قره باغ ولسوالۍ قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې د زردالو بند تخنیکي مطالعات به په نږدې راتلونکي کې د دغه وزارت د انجنیرانو له لوري پیل او همدارنګه عملي چارې به یې په راتلونکي کې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره پیل شي.
د یادونې وړ ده، چې د زردالو او زرسنګ بندونه د قره باغ ولسوالۍ د کرنیزو ځمکو د خړوبولو، شاړو دښټو د زرغونتیا او د ځمکې لاندې اوبو سطحې د لوړولو لپاره مهم بلل کېږي، چې د یادې ولسوالۍ قومي مخورو تر دې وړاندې هم له حکومت څخه د دغو دوو بندونو د جوړولو غوښتنه کړې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته