خبرونهاقتصادټولنه

د کابل ښار احمدشاه بابا مېنه کې د نښلوونکي سړک جوړولو چارې بیا پيل شوې

کابل، د غبرګولي ۷مه، باختر
کابل ښاروالۍ د ښار اړوند احمد شاه بابا مېنې د دیارلسم، څوارلسم، پنځلسم او شپاړلسم بلاک ترمنځ د نښلوونکي سړک جوړولو چارو د بیا پیل کېدو خبر ورکړی دی.
سرچینې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ۱۲مې ناحیې اړوند په احمدشاه بابا مېنه کې د یاد سړک د جوړولو چارې، چې د ځینو لاملونو له امله ځنډېدلې وې، د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري بیاځلې پیل شوې.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې د کار دغه سړک ۲ زره ۸۶۰ متره اوږدوالی او ۴۰ متره سور لري، چې د لښتیو، پلو لارو، د بايسکل چلولو کرښو او نورو جزئياتو په ګډون به د روان کال په اوږدو کې بشپړ شي.
سرچینې زیاته کړې، چې د یاد سړک ١٢٠٠ متره برخه قیر اچولو ته چمتو شوې او د پاتې نورو برخو د جوړولو چارې یې روانې دي.
د یادونې وړ ده، چې دمګړۍ د کابل ښاروالۍ له لوري د ښار په بېلا بېلو برخو کې د یو شمېر سړکونو د جوړول چارې روانې دي، چې په بشپړېدو سره به يې د کابل ښاریانو لپاره ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته