خبرونهاقتصادټولنهTOP

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت معین د هر اړخیز خوراکي خوندیتوب له لارې د معیشت د ښه والي پروژې له چارواکو سره وکتل

کابل، د غبرګولي ۷مه، باختر
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د هر اړخیز خوراکي خوندیتوب له لارې د معیشت د ښه والي پروژې له چارواکو د دغه وزارت د کرنې او مالدارۍ د معین مولوی صدراعظم عثماني د لیدنې خبر ورکړی دی.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې کتنه کې د پروژې همغږی کوونکی رابرټ او د یادې پروژې تخنیکي مسوولینو په فراه، بادغیس، هرات او کونړ ولایتونو کې د خپلو پروژو د فعالیتونو په اړه د کرنې او مالدارۍ معین ته مالومات ورکړل او د پروژو د ښه پلي کولو په موخه یې له دغه وزارت سره د همکارۍ او همغږۍ د زیاتولو غوښتنه وکړه.
سرچینې زیاته کړې، چې د کرنې او مالدارۍ مرستیال د یادې پروژې مسوولینو ته د لازمې همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ او د پروژو په تطبیق کې یې د روڼتیا غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې یاده پروژه د چک ډېمونو او حوضونو جوړولو، د کیمیاوي سرو او سبو تخمونو وېش، د بزګرانو کورنیو سره د مرستې، د کرنیزو، مالدارۍ او بڼوالۍ توکو د وېش په برخه کې فعالیت کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته