![Img 20240527 Wa0015](http://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/05/IMG-20240527-WA0015.jpg)
کابل، د غبرګولي ۷ مه، باختر
د فاریاب د خوړو او درملو ادارې مسوولینو په دغه ولایت کې د ۲۷۵۰ قلمه تاریخ تېر او بې کیفیته بېلابېل خوراکي توکو او درملو د راټولولو او سوځولو خبر ورکړی دی.
سرچینې د باختر آژانس خبریال ته ویلي چې په یاد ولایت کې له درملتونونو، هټیو او بازارونو څخه ۵ ټنه بې کیفیته او تاریخ تېره خوراکي توکي، طبي وسایل او درمل راټول شوي وو، چې د ځايي مسوولینو په شتون کې وسوځول شول.
سرچینې زیاته کړې، دغه راټول شويو توکو کې ۲۷۵۰ قلمه بېلابېل تارېخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي شامل وو.
د یادونې وړ ده، چې دغه توکي د دوو میاشتو په موده کې را ټول شوي وو.