![20240527 134514 0000](http://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/05/20240527_134514_0000-720x470.png)
کابل، د غبرګولي ۷ مه، باختر
د هرات ځايي مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې د تورغونډۍ – رباط پریان د اوسپنې پټلۍ کرښې د سروې او ډیزاین هوکړه لیک د یو شمېر دولتي چارواکو، سوداګرو، پانګوالو، د خصوصي او قراردادي شرکتونو استازو په شتون کې لاسلیک شو.
د یاد ولایت والي مولانا نور احمد اسلام جار په دې اړه جوړې شوې غونډې کې وویل، د تورغونډۍ – رباط پریان د اوسپنې پټلۍ کرښې د سروې او ډیزاین هوکړه لیک له افغان جرمن باختر شرکت سره لاسلیک شو.
اسلام جار وویل: د هرات د خلکو او خصوصي سکټور په استازیتوب د ټولګټو وزارت څخه مننه کوو چې دې ډول پروژو ته پاملرنه کوي.
نوموړي زیاته کړه، د یادې کرښې جوړول هېوادوالو لپاره ارزښتناک او ګټور دی ځکه ګاونډي هېوادونه هرات سره نښلوي او دا د پانګوالو لپاره غوره زېری دی.
په ورته وخت کې د افغان جرمن باختر شرکت رییس سلطان احمد سروري وویل، چې په روانه اوونۍ کې له روسیې څخه یو تخنیکي ټیم د یادې کرښې د مشخص کولو په موخه هرات ته سفر کوي.
سروري زیاته کړه، چې د دغې کرښې له سروې وروسته به د ډیزان چارې پیل او د متخصصو کاري ټیمونو په مرسته به له ۳ تر۴ میاشتو پورې ډیزاین شي.