![Img 20240527 Wa0016](http://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/05/IMG-20240527-WA0016-780x470.jpg)
کابل، د غبرګولي ۷مه، باختر
د نیمروز د امنیې قوماندانۍ مسؤلین وایي چې د دغه ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د نشه يي توکو د تولید یوه کارخونه کشف او له منځه وړل شوې ده.
د یاد ولایت د دلارام ولسوالۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدير، مولوي سمیعالله صمیم د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې په دغه ولسوالۍ کې د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې د نشه يي توکو د تولید یوه کارخونه کشف او له منځه وړل شوې ده.
هغه زیاته کړه، چې له دې کارخونې ۱۵ کیلو ګرامه تازه ښیښه، ۵۰ لېټره تېل، ۳ ډبې ستون او د ښېښې د پروسس اړوند توکي لاسته راغلي و، چې د مسوولینو په شتون کې وسوځول شول.
د ویلو ده، چې پرون هم په خوست کې د شرابو یو کارخونه له منځه وړل شوې وه.