خبرونهنړۍ

بریالی کمین؛ د غزې په بېلابېلو سیمو کې اسرایلي پوځيان اسیران شوي

نړۍ، د غبرګولي ۶مه، بهرنۍ رسنۍ 

د حماس غورځنګ د نظامي برخې(قسام) ویاند ابو عبیده په خپلو تازه څرګندونو کې چې تېره شپه خپرې شوي، ویلي چې د غزې په بېلابېلو برخو کې یې اسرایلي پوځونو ته یو شمېر بریالي کمینونه ورکړي، چې پایله کې یې یو شمېر اسرایلي پوځيان اسیران او یو شمېر نور وژل شوي دي.

د حماس له لوري په یوې خپرې شوې ویډیو کې ښکاري، چې اسرایلي سرتیري لومړی د یاد غورځنګ سرتېرو په سې تونل ته ننوځي او بلاخره دام کې لویږي.

د حماس له دغه اعلان وروسته لبنان، د فلسطین لویدیځه غاړه او غزه کې د خوښۍ جشنونه په لاره اچول شوي.

د یمن انصارالله او سیمه کې ځینو نور جهادي ډلو د دغه بریالي کمین مبارکي ورکړې.

اسرایلو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم د وژل شویو او اسیر اسرایلیانو کره شمېر اعلان شوی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته